ایکنانیوز = د سباؤن لسیزې آیام الله په درشل کې پرون حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود په مرقد او دغه راز د شهیدانو په هدیرې کې حاضر شو. او دعا او فاتحه او لمونځ ئې ادا کړ.
د اسلامی انقلاب د ولولناک بریالیتوب د پنځه څلویښتمې کلیزې د سباؤن لسیزې او ایام الله په درشل کې پرون د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د اسلام جمهوری نظام د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی په حرم کې حاضر شو او د لمانځه، قرآڼ او دعا او د ارواښاد امام د یاد او خاطرې درنښت ئې وکړ.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د شهید بهشتي ،شهید رجائي ،شهید باهنر او د تیر میاشتې داومې د شهیدانو ، په قبرونو او دغه راز د نورو شهیدانو پر هدیرې کې په شتون سره د خداوندمتعال په درګاه کې دهغوی د درجاتو دلوړتیا دعا وکړه.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي بیا ددشهیدانو په ګلزار اوبهشت کې حاضر شو او داسلام او ایران د دفاع کونکو د پاکو روحونو احترام ئې وکړ او فاتحه ئې ولوسته او دعا ئې وکړه .